له کابل ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې د دغه ولايت سروبي ولسوالۍ ته د دښمن لېږل شوي عملياتي عسکر له ماتي سره مخ شول.
عسکر تېره ورځ سروبي ولسوالۍ ته داخل شوی چې سهارمهال د شالم په سيمه کې تر سخت بريد لاندي راغلل او بيا مازديګر مهال په ناګومان سيمه کې پرې د مجاهدينو له خوا بريد وشو.
د بريدونو په ترڅ کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته او له ډېر کوشش کولو سره سره هم له جګدلک سيمي تېر نه شول، عسکر د ډېر وسلوال ځواک له کارولو وروسته نااميده او له سيمي ووتل
افغانستان